د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو دوام

 کابل باختردکب دمياشتې٢٤ نيټه :
د سيلاب  _ څلور  نمبر (١٤) په نامه  ګډ محاربوې  او چاڼيز عمليات د ننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې  په  برياليتوب سره دوام لري.
د٢٠١  سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا منسوبانو  په امنيتي دفاعي ، لومړۍ سرحدي لوا ، ملي پوليسو او ملي امنيت له  ځواکونو سره په  ګډه 
د ښيې حکومتوالۍ او ښه امنيت دتامينولو په مقصد د وګړنيو پاڅون کوونکو او د سيلاب _څلور_ نمبر (١٤)  په نامه چاڼيز عمليات د ننګرهار ولايت دګوشتې په ولسوالۍ کې په  برياليتوب سره  دوام لري.
دغه راز د وسايطو ضد يو ماين چې د ډاراچوونکو  له خوا د  تروريستي فعاليتونو او دامنيتي ځواکونو په  وينو د ليت پت کولو په خاطر دننګرهار ولايت  دپچير آګام ولسوالۍ  د برې  ويالې په ساحه کې ځاى پرځاى کړى  و له  چاودنې مخکې  دڅلورمې پلې  لوا دماين شنډولو د ټيم  له خوا کشف او شنډکړى شو.
په  دغو عملياتو کې  امنيتي ځواکونو  او د سيمې  اوسيدونکو  ته زيان نه        دى اوښتى. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته