د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې۷ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
کابل، د مرغومې ۲۱مه، باختر
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې ۷ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه وزارت زیاته کړې چې یاد سړک د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي مرسته د ګوشتې ولسوالۍ په کهجورۍ سیمه کې جوړ شوی چې په کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
یاد وزارت همدارنګه ویلي چې د دغه سړک په بشپړېدو سره د نوموړې سیمې د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شوې دي.