د ننګرهار په کانال کې د خرما زړو د روزنې پروژه پیل شوه

کابل، د سلواغې ٥مه، باختر
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو ریاست د ۹ زره خرما زړو د روزنې پروژه پیل کړه.
د یاد کانال د کرنیزو او تخنیکي چارو رییس انجینر محمد جمیل خوشحال باختر اژانس ته ویلي، چې د دې خرما زړو تیغونه وهل شوي او د کرنې لپاره چمتو کېږي او تمه ده په راتلونکي کې له دې زړو څخه د خرماوو باغونه جوړ شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د خرما بوټو کرل به په سیمه کې د خرما تولید زیات کړي، د سیمې اقلیم ته به ګټور وي، او خلکو ته به د عاید نوي فرصتونه رامنځته کړي.
د یاد ولایت د کرنې متخصصین وايي، چې ننګرهار د خرما د تولید لپاره مناسب اقلیم لري، او که په دې برخه کې زیاته پاملرنه وشي، د افغانستان کرنیز محصولات به نور هم متنوع شي.
له بلې خوا، بزګران دې پروژې ته هیله مند دي، خو غوښتنه کوي، چې حکومت دې د خرماوو باغونو لپاره د اوبو، بازارموندنې او نورو اسانتیاوو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته