امنیت

د ننګرهار په ځينو سيموکې د ډار اچونې ضد عملياتو پيل

کابل/ د ليندۍ ١٤مه/باختر
په ننګرهار کې د ډار اچونې ضد عمليات پيل شول.
په عملياتوکې هلې ځلې کېږي چې د بټي کوټ او بهسودو ولسواليو ځينې سيمې د طالبانو او داعشيانو له شتون څخه پاکې شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په عملياتوکې د ملي اردو او ملي پوليسو سلګونه ځواکونه د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ ګډون کړى دى.
له بله پلوه د ننګرهار سيمه ييزو او قومي مشرانو ويلي دي چې په عملياتوکې به د ډار اچوونکو د ځپلو لپاره د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته