د ننګرهار په ځينو سيموکې د داعش پرخلاف د عملياتو پراختيا

کابل باختر د وري پنځلسمه :
د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعش ضد پوځي عمليات ددغه ولايت نورو سيمو ته هم پراخ شوي دي .
دغه عمليات د شنبې په ورځ د کوماندو ځواکونوله خوا په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو په سنګرونو پيل شول او اوس د هسکې مينې او د کوټ د ولسواليو په ګډون دننګرهار ولايت نورو سيمو ته هم پراختيا موندلې ده.
د کوماندو ځواکونو وياند جاويد سليم باخترآژانس ته وويل چې په دغو عملياتوکې د نويو جګړو په بهيرکې لس تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: پوځيان بريالي شول څو کلي د داعش له شتون څخه پاک کړي او د هغوى څو مرکزونه ونيسي .
د دغو عملياتو له پيل څخه تر اوسه پورې څه ناڅه ٧٠ تنه داعشيان وژل شوي او په لسګونه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
سليم د دغو عملياتو د ترسره کولو هدف د داعشيانو د پټنځيو او مرکزونو له منځه وړل او له دغې ډار اچوونکې ډلې څخه د ننګرهار ولايت پاکول وبلل .
دغه عمليات په داسې حال کې ترسره کيږي چې په دې وروستيو وختوکې د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ او ځينو نورو سيموکې د داعش ډلې فعاليتونه يوځل بيا زيات شوي دي .
دکوماندو ځواکونو وياند وايي چې دغه عمليات به د ډار اچوونکو له شتون څخه د ننګرهار ولايت تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي .