د ننګرهار په يوه روغتون کې د چاودنې خونړۍ پيښه
کابل باختر دوري دولسمه :
د ننګرهار ولايت په يوه روغتون کې د يوه بم د چاودنې له امله يو ډاکټر شهيد شو او درې تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول .
دغه چاودنه د جلال اباد ښار د ډاکټر نجيب الله په شخصي روغتون کې هغه وخت ترسره شوه کله چې دغه ډاکټر د ناروغانو په درملنې بوخت و .
د ننګرهار ولايت يو امنيتي خبرځاى د باختر اژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې ډاکټر نجيب الله داود زى شهيد شو او د يوه ماشوم په ګډون درې تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول .
تراوسه پورې هيچا د دغې چاودنې مسووليت په غاړه نه دى اخيستى خو امنيتي مسوولينو د دغې پېښې په اړه خپلې پلټنې پيل کړي دي.
ختم_ شکريه _ اکرم