د ننګرهار په مرکزکې د موټر سايکلونو پر تګ راتګ د بنديز دوام
دجلال آباد ښار/ باخترد سلواغې دمياشتې ٢٥نيټه
د ننګرهار ولايت په مرکز کې د موټر سايکلونو پر تګ راتګ بنديز دغه شان په ځاى دى .
دغه لارښوونه د ننګرهار ولايت د پوځي شورا له خوا د ډار اچوونکو د بريدونو د مخنيوې په اړوند شوې ده .
د ننګرهار پوځي مقامات وايي چې وسله وال ډار اچوونکي زياتره په چاوديدونکو او ځانمرګو بريدونو کې له موټرسايکلونو څخه استفاده کوي .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په ښارکې له موټرسايکلونوڅخه استفاده منع ده او له سرغړونکو سره قانوني چلند کيږي.
ده وويل چې د موټر سايکلونو پر تګ راتګ په بنديز سره په ښارکې ډار اچوونکي فعاليتونه کمښت موندلى دى.
دغه راز د ننګرهار اوسيدونکي چې خپلو دندو او کاروبار ته د تګ راتګ لپاره له موټر سايکلونو څخه استفاده کوي، د دغې لارښوونې په وړاندې منفي غبرګون ښودلى دى.
پاى ذکرالله