د ننګرهار په سره رود کې یوروغتون جوړېږي

٢٠- کابل / د مرغومي ۱۴ باختر
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د یو روغتون د ودانۍ د جوړولوکار پیل شو.
د مهاجرینوپه چارو کې د ملګرو ملتو د سازمان عالي کمیشنری د دغه روغتون په جوړولو کې ٢١٠ زره امریکايي ډالرلګوي.
د ننګرهار د والي مرستیالې حبیبې کاکړباخترآژانس ته وویل چې دغه روغتون تریوکال پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دغه روغتون کې د داخلې، جراحۍ او نسايي ولادي څانګې په پام کې نیول شوې دي.
له بلې خوا د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکترنصیراحمد دراني وايي چې دغه روغتون له جوړولو وروسته په پرمختللي طبې تجهیزاتوسمبال او روغتيآيي کارکوونکي به استخدام شي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس په باور د دغه روغتون جوړول د جلال آباد او حتى د پایتخت روغتونونو ته د سره رود ولسوالۍ د اوسېدونکواړتیا کموي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته