جلال اباد باختر د وږي د میاشتې ۲۷ مه
د ننګرهار ولایت په دوربابا، لعل پورې او روداتو ولسوالیو کې د نږدې ۱۴ میلونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د پنځو سولري شبکو تړونونه چې د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست له لوری د دغو ولسوالیو د کلیوالي پرمختیایي شوراګانو سره لاسلیک شوی وو،د جوړیدو چارې يې پیل شوې.
د کليو د پراختيا او بيارغونې رېیس انجينر مجیب الرحمن باختر اژانس ته وویل چې د دغو په پروژو په پلي کېدو سره به نږدې ۱۱۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
هغه زياته کړه چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به دغه پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.
پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ