کابل/ د چنګاښ٢٨مه / باختر
ټاکل شوې ده د ننګرهار په دره نور کې يو واټ جوړ شي.
دغه کانکريټي واټ د١٢ کيلومترو په اوږدوالي او د ٤ مترو په سور د درې نور ځينې سيمې له عمومي واټ سره نښلوي.
د کليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي د دغه واټ په جوړولو کې ٥٨ ميليونه ٣ سوه زره افغانۍ لګېږي.
ټاکل شوې ده دغه واټ يوکال وروسته ګټې اخيستې ته وسپارل شي.
د کليو اوسيدونګي د دغه واټ له جوړېدو څخه خوشحالي څرګنده کړه او ويې ويل ؛ چې د دغه واټ په جوړېدو سره به د دوى ستونزې لرې شي.
\ ذ