د ننګرهار يو قومي مشر ووژل شو
کابل باخترد وري دمياشتې ٢٥ :
دننګرهار ولايت دپچير اوآګام ولسوالۍيو قومي مشر پرون د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
د پچير او آګام ولسوال صديق الله دولت زى باخترآژانس ته وويل: ددغې ولسوالۍ قومي مشرملک سيف الرحمن پرون دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ددغې ولسوالۍ د حافظانو دکلى په مربوطاتو کې په ډزوسره ووژل شو.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې: تراوسه پورې ددغې وژنې علت نه دى روښانه او د پيښې دعاملينو دنيولولپاره دامنيتي ځواکونو د پلټنې عمليات پيل شوي دي.