ښوونه او روزنه

د ننګرهار ولايت دکرنې دمسلکي ليسې ودانۍ پرانستل شوه

کابل باختر دوري   يو ويشتمه

  د ننګرهار ولايت دروداتو ولسوالۍ دکرنې دليسې نوى ودانۍ نن ددغه ولايت دپوهنې رياست دچارواکو له خوا پرانستل شوه .

 دباختر اژانس دخبر له مخې دغه ودانۍ دبيا جوړونې  دولايتي ټيم په مالي مرسته په پاخه او اساسي ډول په يو پوړ کې په پنځو مياشتوکې جوړه شوي  چې څلور درسي  او يوه اداري خونه او دلابراتوار خونه لري او په سلو ميزونو او څوکيو او داړتيا وړ نورو ملحقاتو سره سمباله شوې ده .

 په دغه ښوونځې کې اوس يو سلو شل تنه زده کوونکي زده کړه کوي   چې ددغه ودانۍ په جوړولو سره زده کوونکو ته د ښي زده کړي  زمينه برابره شوي ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته