د ننګرهار ولايت دنظامي څارنوالي درييس جنازه خاورو ته وسپارل شو .
١١-کابل باختر د لړم څلورمه
دننګرهار ولايت دنظامي څارنوالي درييس اروښاد ډګر جنرال شير علي قادر سرباز جنازه چې پرون ددندې دترسره کولو په وخت کې دزړه د دريدو له امله وفات شوي و نن دخاصو نظامي مراسمو په ترڅ کې دشهيد سردار محمد داود خان له روغتون څخه واخستل شو او ددوى په پلرني اديره کې خاورو ته وسپارل شو .
دارواښاد فاتحه دروان کال دلړم دمياشتې په اتمه نيټه ددوشنبې دورځې له غرمې وروسته له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوي څارنوالي او دارواښاد دکورني له خوا په قلعه نجارانو کې دحاجي چمن په جومات کې اخستل کيږي .