کابل / د وږي ۳ مه / باختر
د ننګرهار والي شیخ مولوي ندا محمد ندیم خوږیاڼو ولسوالۍ ته په سفر کې له مسوولینو او ولسي خلکو سره وکتل او د یادې ولسوالۍ امنیتي ارزونه یې هم وکړه.
هغه د خوږیاڼو ولسوالۍ مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د ولس د ارام ژوند لپاره شپه او ورځ هڅې وکړي او چاته ته اجازه ور نه کړي چې د ولس امنيت خراب کړي.
هغه ولس ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مجاهدين ستاسو په خدمت کي دي چې په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړی.
32 د یوې دقیقې څخه لږ