امنیت

د ننګرهار لپاره د داعش نومول شوى والي ووژل شو

کابل /د ليندۍ ١٤مه /باختر
د ننګرهار لپاره د داعش نومول شوى والي د ملي امنيت له ځواکونو سره په جګړه کې ووژ ل شو.
ملا هدايت الله د تسليمۍ لپاره د افغان ځواکونو لارښوونې ته پاملرنه ونه کړه او د افغان ځواکونو په بريد کې ووژل شو.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ د للمې په سيمه کې د داعش د نومول شوي والي له پټنځي څخه له خبرېدو وروسته پر هغه بريد وکړ .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په دغو عملياتو کې د ننګرهار لپاره د داعش نومول شوى والي ملا هدايت الله ووژل شو.
ملا هدايت الله د ډاراچوونکو برېدونو د طرحه کولو او سازمان ورکولو ترڅنګ د بمونو، ماينونو او د ځانمرګو واسکټونو د جوړولو ماهر و او په دې برخه کې يې د داعش غړوته روزنه ورکوله.
د ننګرهار د ملي امنيت يو خبرځاى ويلي دي چې د داعش د ډلې دغه جکپوړى مقام د جلال اباد ښار ته د بمونو، ماينونو او د ځانمرګو واسکټونو د لېږدونې مسووليت په غاړه درلود.
هغه وويل چې ملا هدايت الله د ننګرهار په ځينو سيموکې د لسګونو تروريستي برېدونو عامل و.
د داعش ډلې په دې اړه څه دي ويلي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته