روغتیا

د ننګرهار لرو درملتونونو ته د درملو لېږد

قلاتباختر د چنګاښ ٢٣ مه
د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ لرو درملتونونه ته دارو درمل ولېږدول شول.
دغه ٥١ بېلابېل ډول درمل د عامی روغتیا وزارت او د ادا  بنسټ برابر کړي وو.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دغو درملو په لېږد سره ، په روغتیایی مرکزونو کې د درملو د کمښت ستونزه حل شوه.
د يادونې وړ ده که د روداتو ولسوالۍ د ناروغانو درملنه په خپله سيمه کې ونه شی، نو اړ دي چې د زیات لګښت اود اوږدې لارې په وهلو نورو سيمو ته لاړ شي.
پای خروټې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته