د ننګرهار قومي مشرانو خپلې ستونزې د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره شریکې کړې

کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي، د ننګرهار د شینوارو مېشتو شپږو ولسوالیو له قومي مشرانو او علماء کرامو سره کتلي دي.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، یادو قومي مشرانو او علماء کرامو، د روغتیا په برخه کې د خلکو ستونزې او غوښتنې د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د هغوی د ستونزو او غوښتنو په اورېدو سره؛ ډاډ ورکړی چې د روغتیا په برخه کې ستونزو ته به یې پاملرنه وشي او پلان لري چې په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتو ته د لا پراختیا په موخه ځانګړې کړنې ترسره کړي.
د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې دغه وزارت ته په ځانګړې شوې بودجې، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هېوادوالو ته د لا زیاتو آسانتیاوو برابرولو لپاره، په نږدې راتلونکي کې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې پیل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته