د ننګرهار د ښځینه زندان بلاک کلینیک د بیا رغونې چارې بشپړې شوې

کابل، د سلواغې ۴ مه، باختر
د ننګرهار زندان رسنیز دفتر ویلي، چې د زندانونو چارو د سمون ریاست په هڅو د ښځینه بلاک کلینیک د بیا رغونې چارې بشپړې او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره پرانیستل شو.
د باختراژانس د خبرله مخې، د یاد کلینیک د پرانیستې په مراسمو کې د دغه ولایت د زندان رییس مولوي سهیل سعید د کلینیک پرسونل ته لارښونه وکړه، چې د ښځينه بندیانو روغتیايي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی درملنه په مسلکي ډول ترسره کړي.
د نوموړي په وینا دغه اقدام به د ناروغیو د مخنیوي ترڅنګ د ښځينه بندیانو لپاره یو مناسب او خوندي چاپیریال رامنځته کړی، ترڅو هغوی ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
د یادونې وړده، چې د زندان په نورو برخو کې هم د اصلاحاتو او پرمختک هڅې روانې دي او بندیانو ته به د ښه ژوند لپاره اړیني اسانتیاوې برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته