کابل باخترد چنګاښ ٣٠ مه
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ ځینې برخې د وسله والو طالبانوله شتون څخه د افغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې پاکې شوې .
دغه عملیات لس ورځې وړاندې د ملي اردو، پولیسو او د هېواد د هوایي قواو په ملاتړ پيل شوي، چې لا هم دوام لري .
د هېواد په ختیځ کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وویل، چې په دغو عملیاتو تراوسه پورې لس کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
هغه وویل: پوځیانو د هرې ساحې په پاکولوسره قرارګاوې جوړې کړې، څو دغې ساحې ته د طالبانو د بېرته راتګ مخه ونیول شي .
په دغو عملیاتو کې پوځیان د وسله والو طالبانو د ۱۴ پټنځایونو او په زياته اندازه د جنګي وسایلو په له منځه وړلوبریالي شوي دي .
د ملي اردو دغه قوماندان وايي، چې په عملیاتوکې تر اوسه پورې څه نا څه ۴۰ ډار اچوونکي وژل شوي دي .
په یو بل خبرکې ویل شوي دي، چې په ننګرهارکې د یو لړ چاودنو مخه ونیول شوه .
امنیتي مامورينو نن سهار د ننګرهار په ګڼ مېشتو لارو کې ۱۴ ماینونه کشف او شنډکړي دي .
که څه هم د دغو ماين ښخولو په تور څوک نه دى نيول شوى، خو سیمه يیزې سرچینې يې وسله وال طالبان عامل بولي .
وسله وال طالبان زیاترپه ګڼ مېشتو لارو کې په ماین ښخونو او بم ایښودنولاس پورې کوي، چې زیاتره ملکي وګړي پکې قرباني کېږي.
ختم _ ع
1 1 دقیقه لوستل