امنیت

د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال وژل کېدل

جلال اباد باختر د لړم ۷ مه
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په پتې خرګې سیمه کې د پچیر اګام ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ملا محمود په ګډون ۱۲ تنه مخالفین ووژل شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي چې قوماندانان او سرګروپان هم په کې شامل دي.
د ننګرهار د والي  ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په  ترسره شویو عملیاتوکې د ۱۲ تنو طالبانو په وژل کېدو سربېره د مخالفينو دوې پیکاوې، دوه توغندي، پنځه کلاشینکوفونه، یو شمېر لاسي بمونه او نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
ویل کېږي په دغو عملیاتوکې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته