امنیت

د ننګرهار د ملي امنيت يومسوول ووژل شو

کابل باختر د کب شلمه :
د ننګرهار ولايت دملي امنيت يو مسوول تېره شپه د وسله والو طالبانو دبريد له امله ووژل شو.
د روداتو ولسوالۍ دملي امنيت په مدير سعيد مختار ددغه ولسوالۍ د سرشاهي په بازارکې د وسله والوطالبانو له خوا بريد وشو او له دوو تنو ساتوونکو سره يې ووژل شو.
د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوال آدرس خان د باخترآژانس له خبريال سره په اړيکه کې دغه پيښه تاييدکړه او ويې ويل چې د روداتو ولسوالۍ د ملي امنيت مدير په سرشاهي بازارکې پلى روان و چې څوتنو موټرسايکل سپروطالبانو په بريد وکړ او ويې واژه.
د روداتو ولسوال وايي چې امنيتي ځواکونو د ملي امنيت ددغه مسوول د ترور د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته