د ننګرهار د مرکز په دروازو کې د سیمو د معلوماتي لوحو د نصبولو کار پیل شو
جلال اباد / غبرګولي / ۲۳/ باختر
د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د ننوتو دروازو کې د سیمو په اړه د معلوماتي لوحو د نصبولو بهیر پیل شو.
ټاکل شوې ده په دغه پروګرام کې د ښار ټولې دروازې د سیمو د پتې په اړه په لوحو مزینې شي .
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښاروال اباسین بهیر باختر اژانس ته وویل چې د لوحو شتون ښار ته د نویو خلکو لپاره مرسته کوي چې د پاملرنې وړ سیمه په لنډ وخت کې ومومي .
هغه وویل د معلوماتي لوحو د نصبولو بهیر د جلال اباد ښار په ننوتو دروازو کې تر یوې اوونۍ بشپړېږي .
پای / سعیده