کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
د ننګرهار ولايت د قومونو او قبايلو چارو د رياست يو پوځي مسوول د يوې چاودنې له امله شهيدکړى شو .
د ننګرهار د والي مرستيال باختر آژانس ته وويل چې د دغه رياست پوځي مسوول ډګروال عارف تېره شپه کله چې په خپل موټرکې روان و؛ په جلال آباد ښارکې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله شهيدکړى شو .
د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنيف ګرديوال له باخترآژانس سره په اړيکه کې وويل چې تر اوسه پورې د ده د وژنې په تور څوک نه دى نيول شوى او دغه عمل يې غير انساني وباله .
تر اوسه پورې د دغې وژنې مسووليت چاپه غاړنه دى اخستى .
2 د یوې دقیقې څخه لږ