کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٣
د ننګرهار ولايت د دولتي ادارو دکارکوونکو دوه مليونه او سل زره افغانۍ مرسته د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ مصيبت ځپلو ته وليږدول شوه.
د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيسې د ننګرهار ولايت د دولتي ادارو د دولتي کارکوونکو له خوا راټول او نن د يو موظف هيئت له خوا د بدخشان د ارګو د زړه يوږنوونکې پيښې مصيبت ځپلو ته وليږل شوې.
ده وويل: مخکې له دې هم د ولايت مقام خيرغوښتوونکو اشخاصو او سوداګرو هم د ارګو له مصيبت ځپلو سره د خوراکي او د غير خوراکي توکو مرسته کړې ده.