ټولنه

د ننګرهار خلکو د پغمان د پيښې د عاملينو د سختو مجازاتو غوښتنه وکړه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٥
د ننګرهار ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو نن د کابل ولايت دپغمان ولسوالۍ په مربوطاتوکې په څو تنو ښځو د جنسي تيري پرخلاف غبرګون کې په مظاهرو لاس پورې کړ.
د مظاهرو برخه والو ډير ژر د دغې پيښې د عاملينو د سختو مجازاتو (اعدام) غوښتنه وکړه.
په دغو مظاهروکې زياترو ځوانانو او مدني بنسټونو د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې د جنايتکارانه عملونه په خاطر په لاريون لاس پورې کړ.
دوى له دولت څخه غواړي چې د دغې پيښې عاملينو ته سخته سزا ورکړي چې په راتلوونکي کې نوروکسانو ته د عبرت درس وي.
د ننګرهار ولايت د ځوانانو مسوول مسيح الله مرزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: موږ هيله لرله چې د عالمانو شورا او نور بنسټونه دغه پيښه وغندي، خو دا کار ونه شو. ځکه په دې جنايت کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي او مافيا هم لاس لري چې د زياتو پيسو په ورکولو سره ډيره لوبه کوي.
د مظاهرو برخه والو (د پغمان د پيښې عاملين دې بايد اعدام شي) د شعارونو په ورکولو سره د جلال آباد ښار په واټونوکې د څلورو ساعتونو لپاره خپل لاريون ته دوام ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته