د ننګرهارپه اچین ولسوالۍ کې پاکستاني طالبانوته د سرزیان آړول
کابل / د چنګاښ ۸ / باختر
په ننګرهارکې په نویونښتوکې پاکستاني طالبانوغړوته د سرزیان آوښتی دی.
دغه جګړې تېره شپه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له عملیاتو وروسته ونښتې او ترنن غرمې مخکې دوام وکړ.
د ننګرهار د ملي امنیت یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې په دغوعملیاتوکې ۱۶ پاکستاني طالبان ووژل شول او ۱۰ تنه نورټپیان شول.
هغه وویل چې په دغو عملیاتوکې د طالبانو دوه مرکزونه له جنګي وسایلوسره له منځه یوړل شول.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
-ع