کابل باخترد لړم د مياشتې ١٥ :
دننګرهارولايت په پچيراوآګام ولسوالۍ کې د شاهين -٢٠ په نامه دامنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات دوام لري . دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي .
دننګرهار ولايت د پچيراو آګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دتوپچي او هوايي قوتونوپه ملاتړ دشاهين _ ٢٠ ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات چې پخوا پيل شوي و. دوام لري اوپه نوې پرمختيا کې په تيرو ٢٤ ساعتو کې ددغې ولسوالۍ دچنګر خيلو کلى تصفيه او ولټول شو او د داعشي تروريستانو له شتون څخه پاک شو .