تالقان / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه
د تخار د نمک ولسوالۍ نن د وسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه پاکه شوه.
د تخار د والي وياند محمد جواد هجري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ولسوالۍ د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتوکې د وسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه پاکه شوه.
هغه زياته کړه: په عملياتوکې دښمن ته د سر دروند زيان اوښتى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
د خبر جزئيات وروسته خپريږي.
پاى ذ