اقتصاد

د نغلو د لمریزې برېښنا د تولید مرکز د جوړېدوژمن ليک لاسلیک شو

کابل باختر دليندي پنځمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت او اسیایي پراختیایي بانک ترمنځ په نغلو کې د ۲۰ میګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید د ستر مرکز جوړولو ژمن ليک په ارګ کې لاسلیک شو.
دجمهور رييس وياندباختر اژانس ته خبرورکړ.
د دغې پروژې ۴۴،۷۶ میلیون ډالر لګښت د اسیایي بانک له وړيا مرستو څخه تمویلېږي چې په کابل او ننګرهار کې د برېښنا موجوده اړتیا په قسمي ډول، خو ژر پوره کوي.
د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د نغلو د لمریزې برېښنا تولید پروژه له ۳۰څخه تر ۴۰ میګاواټه برېښنا پورې د انکشاف او تولید ظرفیت لري، چې د تمویل په صورت کې به دغه ظرفیت ته انکشاف ورکړل شي. 
افغانستان په مجموع کې له ۳۰۰ زره میګاواټه د زیاتې برېښنا د تولید ظرفیت لري چې ۲۲۲زره میګاواټه یې لمریزه، ۶۶ زره میګاواټه یې بادي، ۲۳زره میګاواټه یې د ابي او ۴زره میګاواټه یې بیوماس برېښنا ده.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته