امنیت

د نشه يي توکو په زيانونو د پوهاوي کنفرانس جوړ شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
د مدني ټولنې غړو پرون د (او. بي. اى) ادارې په هلمند ولايت کې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې کنفرانس جوړ کړ.
د هلمند ولايت د مطبوعاتي دفتر ويندوی د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې کنفرانس کې د نشه يي توکو د کارولو ، قاچاقو ، ترافيکو او کرکيلې د مخنيوي او د هغو د زيانونو په باب خبرې وشوې.
خبرځاى زياته کړه: په دې کنفرانس کې ديرشو تنو نارينه و او شلو تنو ښځو د هلمند ولايت د ټولو ولسواليو د خلکو په استازيتوب ګډون کړى و.
د مدني ټولنې غړو څرګنده کړه چې خلک بايد د نشه يي توکو په زيانونو خبرشي چې د کوکنارو له کرکيلې څخه لاس واخلي.
د دغه کنفرانس برخه والو ژمنه وکړه چې نور خلک نه پريږدي چې په خپلو ځمکوکې کوکنار وکري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته