کابل باختر دزمري دمياشتې ٢١ نيټه :
د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر سرحدي پوليسو دُبی ته د دوو کيلوګرامو نشه يي توکو د قاچاقو مخه ونيوله .
د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر د سرحدي پوليسو يو خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل: يو تن چې غوښتل يې څه ناڅه دوه کيلوګرامه چرس دُبی ته قاچاق کړي، د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر د پوليسو له خوا ونيول شو.
دا په داسې حال کې ده چې له دوو اوونيو را په دې خوا لس تنه هند او دُبی ته د نشه يي توکو دقاچاقو په اړوند د حامدکرزي دنړيوال هوايي ډ ګر دپوليسو له خوا نيول شوي دي .
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ