کابل – باختر د کب دمياشتې ١٤
په افغانستان کې دنشه يي توکو يو تن قاچاق وړونکى دشلو کلونو بند په سزا محکوم شو.
دغه سړي دنشه يي توکو ديوې معافيايي شبکې مشري په غاړه درلوده.
ده څو کلونه له افغانستان څخه بهر تيرې کړې دي او دوه مياشتې مخکې کابل ته راغى او دنشه يي توکو دمعاملې په وخت کې له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو له خوا ونيول شو.
دغه سړى په هند ،کاناډا ،اسپانيا او عربي متحده اماراتو کې دنشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره پراخې اړيکې لرلې.
له نشه يي توکو سره دمبارزې دعدلي او قضايي مرکز يو خبرځاى تاييد کړ چې دنشه يي توکو دغه قاچاق وړونکى په يوه قضايي غونډه کې دشلو کلونو دبند په سزا محکوم شوى دى او پوليس د ده دهمکارانو په لته کې دى.
بايد وويل شي چې له نشه يي توکو سره دمبآرزې پوليسو . له نشه يي توکو سره دمبارزې دچارو وزارت او له نشه يي توکو سره دمبارزې دعدلي او قضايي مرکز په همغمږۍ هرکال دنشه يي توکو دلسو تنو قاچاق وړونکو نيول او محاکمه کول يو هدف ټاکل دى.
0 1 دقیقه لوستل