امنیت

د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى ونيول شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٨
د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر سرحدي پوليسو نن سهار د نشه يي توکو د يو تن قاچاق وړونکى په نيولو سره له هېواد څخه بهرته ديوې اندازې  هيروئينو دليږدونې مخه ونيوله .
له هوايي ډګر څخه د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې: د تخار ولايت يو تن اوسيدونکى چې غوښتل يې يو کيلو او اته سوه پنځوس ګرامه نشه يي توکي چې په يوه ديپلومات بکس کې يې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې د يوې الوتنې په واسطه  دغه نشه يي توکو له هېواد څخه بهر ته وليږدوي چې د هوايي ډګر د سرحدي پوليسو له خوا وپيژندل شواو ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته