د نشه يي توکو د دوو قاچاق وړونکو نيول کيدل

 کابل باختر د چنګاښ دويمه :
په جوزجان ولايت کې دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول .
دجوزجان ولايت دفيض آبادولسوالۍ سايره شکيب سادات دباختراژانس خبريال ته وويل : دوه تنه پرون دڅه دپاسه درې کيلوګرامه اپينو دليږدولو په اړوند دشبرغان _ مزار دلويې لارې په اوږدو کې  شاه جان قلعه په کمر بند کې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
داپه داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې هم پوليسو دشبرغان ښار په ( ال )  پروژې کې دالکولي  مشروباتو دتوليد يوه کارخانه کشف او ضبط کړې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته