د نشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢
دوه تنه نن په کندز ولايت کې د څوارلسو کيلوګرامو نشه يي توکو د قاچاقو په وخت کې ونيول شول .
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دنشه يي توکو دغو قاچاق وړونکو څوارلس کيلوګرامه نشه يي توکي په دوو جلاجلا پيښوکې چې دغه نشه يي توکي يې په يوه سوزکي موټرکې ځاى پرځاى کړي و او د کندز له ولايت څخه يې د بغلان ولايت ته ليږدول؛ د پوليسو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول او نشه يي توکي يې ضبط شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته