امنیت

د نشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي نن د بغلان ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې د موظفينو له خوا ونيول شول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې مدير سمونوال نظام الدين نظام دباختر آژانس خبريال ته وويل: نيول شويو کسانو شل کيلوګرامه چرس په يو کرولا موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې هغه دکندز له ولايت څخه دجلال آباد ښارته وليږدوي چې دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د موظفينو د پلټنې په يوه پوسته کې په نشه يي توکو د بار موټر وپيژندل او دوه تنه د قضيې په تور يې ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته