امنیت

د نشه يي توکو اته تنه قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
په کابل کې ٨ تنه پرون د نشه يي توکو د قاچاقو په تور د پنځمې ناحيې په مربوطاتوکې دپوليسو له خوا ونيول شول.
دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي نن په يوه خبري غونډه کې وويل: پوليسو اته تنه د ٨٩ کيلوګرامو اپينو د ليږدونې په تور د کابل ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې نيولي دي.
رحيمي وويل: په نيول شويوکسانوکې ٣ تنه نارينه، ٣ ميرمنې او ٢ تنه ماشومان شامل دي چې قاچاق وړونکو غوښتل د دغو دوو ميرمنو او ماشومانو په واسطه نشه يي توکي کابل ته او وروسته دغه توکي له هيواد څخه بهرته وليږدوي.
دغه راز د کابل پوليسو په دې بريالي شول يوه ډله غله چې دکابل ښار د مريم ليسې له ساحې څخه د ګاڼو د غلا تور پرې لګول شوي دي؛ ونيسي.
دغه راز پوليسو د دوو وروستيو اوونيو په بهيرکې ٩٧ تنه د جنايي پيښو په اړوند نيولي دي.
وژنې، د غيرقانوني وسلو ليږدونه، د نشه يي توکو قاچاق، د وسايطو او د وسايطو د لمبر پليټونو غلا هغه تورونه دي چې په نيول شويو کسانو لګول شوي دي .
دغه راز د کابل پوليسو په همدې موده کې ٧٣ کلاشينکوفونه او ٦١ تومانچې ترلاسه کړې دي .
يواځې د تيرې اوونۍ په بهيرکې ٥٦ تنه د جنايي قضيو په اړوند په کابل کې ونيول شول. ددغو کسانو نيول کيدل په کابل کې د جنايي جرمونو په کمښت کې اغيزمن دي.
ده ټينګار وکړ چې له وروستيو برياليتوبونو سره سره جرم او جنايت اوس هم په پايتخت کې د يو ګواښ په توګه پاتې دي او ډير جنايتکاران شته چې بايد وپيژندل شي او ونيول شي.
دکابل ولايت امنيه قوماندان له غيرمسوولوکسانو سره د وسلو شتون په ښارکې د جنايي پيښو عامل بولي او وايي چې له دغه شان ستونزې سره د مقابلې په مقصد عملي امنيتي لارښود ترلاس لاندې دى.
ده دغه راز وويل چې روږدي کسان هم يوه ټولنيزه ستونزه او په ځينو حالاتوکې امنيتي ستونزه ده او پوليس په يوه اوونۍ کې د هغو د راټولولو توان لري. خو ستونزه د روږدوکسانو د ساتنې د ځاى په نشتوالى کې دي؛ هغه ستونزه چې بايد نور مرکزونه د حل کولو په لاره کې يې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته