د نرخ ولسوالۍ د بيرته نيولو لپاره عمليات پيل شول

کابل/ د غویي٢٢مه / باختر
د کوماندو ځواکونو له وسله والو طالبانو څخه د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د بيرته نيولو لپاره سيمې ته واستول شول.
له وسله والو طالبانو څخه د نرخ ولسوالۍ د بيرته نيولو عمليات نن د کومانډو ځواکونو له رسېدو وروسته پيل شول.
د کومانډو ځواکونو يوه وياند باخترآژانس ته وويل؛ چې افغان ځواکونو د ډاراچونې پرخلاف دعملياتو د پيل وروسته د نرخ ولسوالۍ د بازار پر لور پرمخ تللي دي اودغه پرمختګ دوام لري.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ د افغان ځواکونو له پرمختګ سره جوخت هوايي ځواکونو په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو پر سنګرونو بمباري کړې ده .
د نرخ ولسوالۍ دوه ورځې مخکې د وسله والو طالبانو په پراخ بريد کې دغې ډلې ونيوله.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان هم په خپل فيسبوک پاڼه کې له طالبانو څخه د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د بيرته نيولو لپاره د کومانډو ځواکونو دعملياتو د پيل خبر ورکړ.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته