ورزش

د نجونو د تورې وهلو سيالۍ پيل شوې

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
د نجونو د تورې وهلو سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې.
دغه سيالۍ د شهيد د اوونۍ په درناوي د اولمپيک د ملي کميټې د تورې وهلو فدراسيون له خوا پيل شوې دي.
د اولمپيک د ملي کميټې د تورې وهلو فدراسيون رييس احمد طارق روشنګر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ د کابل په سيد نور محمد شاه مينه کې د ښاروالۍ په جمنازيوم کې پيل شوې دي او شپيتو تنو نجونو پکې ګډون کړى دى چې د بدن له ټولو غړو سره د اړيکې او يواځې له بالاتنې سره د اړيکې په ډول درې ورځې سيالي کوي.
په پاى کې به په غوره څيرو جايزې او سوغاتونه وويشل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته