خبرونهTOPښوونه او روزنه

د نجونو او هلکانو د زده کړو پر وړاندې هېڅ محدوديت نشته؛ خو حجاب به په پام کې نیسي

کابل / د وږي ۱۵ مه / باختر

په ننګرهار هار کې د پوهنې رياست چارواکو د نوي ښوونيز کال د پيل پرمهال ډاډ ورکړ چ‍ې ‍‍د ‍‍‍‍نجونو او هلکانو د زده کړو پر وړاندې هېڅ محدوديت نشته؛ خو اسلامي حجاب به په پام کې نيسي.

د وزارت د پرېکړې له مخې اوسمهال يواځې تر شپږم ټولګي درسونه پيلېږي او له خلکو غوښتنه شوې چې هېڅ اووه کلن هلک او جنۍ بايد له زده کړو پاتې نه شي او ښوونځيو کې شامل شي.

ننګرهار کې د تودو سيمو ښوونيز کال نن د وږي په ۱۵مه د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند د شهيد نقيب احمد خپلواک لېسې کې د ځانګړو مراسمو پرمهال پيل شو.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند عبدالله الله ګل عابد د نوي ښوونيز کال د پيل په تړاو وويل چې د هېڅ نارينه او ښځينه زده کوونکو پر وړاندې محدوديت نشته؛ خو اسلامي حجاب بايد مراعت کړي.

دی وایي چې د پوهنې وزارت اوسمهال پرېکړه کړې چې له لومړي څخه تر شپږم ټولګي به زده کړې پيلېږي؛ خو وایي ډېر ژر به د نورو ټولګيو زده کوونکو ته هم زمينه برابره شي.

هغه زياته کړه: ((تر شپږمه خورد سنه خلک دي، کرونا په کې ډېره نه پېښېږي، د لويانو په تړاو هم له روغتيا وزارت سره د پوهنې وزارت مسوولینو خبرې پيل کړي چې څه ډول چاپيريال رامنځته شي چې کرونا څخه زده کوونکي وساتل شي.))

د پوهنې رياست د مطبوعاتو دغه مسول وايي: پوهنې وزارت هڅې پيل کړي چې د ښوونکو د معاش ستونزه هم ژر تر ژره حل کړي، ځکه که ښوونکي معاش پر وخت واخلي نو درسونه به په ښه توګه مخته وړي.

په ورته وخت کې ښوونکي د نوي ښوونيز کال په پيل خوښ دي؛ خو وايي چې نوی حکومت دې د دوی د معاش او سرپناه د ستونزو د حل په برخه کې اقدام وکړي.

د نقيب احمد خپلواک لېسې يو ښوونکي عبدالله وويل چې د بهسودو ولسوالي ښوونکو د سرپناه د ستونزې د حل لپاره تېر نظام کې پيسې تحويل کړي؛ خو تر اوسه ورته نمرې نه دي ورکړل شوي.

زده کوونکي هم غوښتنه کوي چې بايد د ښوونکو ستونزه حل شي، د اړتيا وړ ښوونکي بايد ټولو ښوونځيو ته برابر شي، ښوونځيو لپاره ودانۍ او چاردېوالۍ جوړې شي او نورې ستونزې هم بايد حل شي.

په ورته وخت کې پوهنې رياست د يونسيار ادارې د  ۲۷۲ زرو ډالرو په لګښت د شهيد نقيب احمد خپلواک لېسې لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته