د نتانیاهو د ګوښه کېدو هڅې روانې دي
نړۍ، د وري ۱۲ مه، بهرنۍ رسنۍ
د حماس غورځنګ او نورو فلسطیني جهادي ډلو په بند کې د اسرایلي اسیرانو کورنیو او خپلوانو د یو لاریون په ترڅ کې د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د خپلو عزیزانو په بېرته راستنولو کې ناکام بللی او ګواښ یې کړی، چې له څوکۍ د هغه د ګوښه کولو هڅې یې پیل کړې دي.
دغو لاریون کوونکو ویلي، چې د لومړي وزیر پر وړاندې ژر ګام پورته نه شي، خپل عزیزان بیا ځلې نه شي لیدلی.
دوی لومړی وزیر نتانیاهو د خپلو عزیزانو د راپرېښودو پر وړاندې خنډ بللی دی.
نتانیاهو په غزه کې د روانو عملیاتو په لومړۍ ورځ ویلي وه، چې د خپلو اتباعو تر راخوشې کولو او د حماس غورځنګ د له منځه وړلو پورې به جګړې ته دوام ورکړي، خو دا دی د شاوخوا شپږو میاشتو په تېرېدو سره لا هم نه دی توانېدلی، چې دغه اهداف ترلاسه کړي.