کابل, د وږي ۳۰ مه, بهرنۍ رسنۍ
اسرائیلي پولیسو ویلي، چې د ایران هغه دسیسه یې شنډه کړې، چې له مخې یې د صهیونستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ترور هڅه په کې کېدله.
پولیسو پرون پنجشنبې ویلي، چې په دې تړاوو یو تن چې د دغې طرحې د عملي کولو لپاره یې له ایران څخه د یو میلیون ډالرو غوښتنه کړې وه، نیولی دی.
د پولیسو د اعلامیې له مخې، نیول شوی کس د اسرائیلو تابعیت لرونکی دی، چې په ترکیه کې اوسېده او تېره میاشت نیول شوی دی.
د پولیسو په وینا، دغه کس په پسرلي کې ایران ته سفر کړی و، هلته یې له ایراني چارواکو سره لیدلي و، او ورته ویل شوي و، چې د حساسو سیمو عکسونه واخلي او پیسې او وسلې اسرائیلو ته ولېږدوي.
ښایي ایران دغه غچ د اسماعیل هنیه د شهادت او یا هم په سوریه کې پر خپلې کونسلګرۍ د برید په بدل کې اخلي.
21 1 دقیقه لوستل