خبرونهنړۍ

د نتانیاهو د نیولو غوښتنه؛ افریقا یې هرکلی او امریکا یې غندنه کړې

نړۍ، د غبرګولي لومړۍ نېټه، بهرنۍ رسنۍ

وروسته ترهغې چې پرون دوشنبې د جرمونو نړیوالې محکمې د اسرایلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د نیولو امر ورکړ، امریکا دغه پرېکړه له کرکې ډکه بللې او غندلې یې ده.

د محکمې د پرېکړې له مخې د نتانیو په نیولو سربېره د اسرایلي دفاع وزیر بنی ګانتز او د حماس غورځنګ د ځینو مشرانو د نیولو غوښتنه هم شوې ده.

حماس غورځنګ د محکمې له لوري د خپلو مشرانو د نیولو پرېکړه غندلې او اسرایلي مشرانو د نیولو پرېکړه یې هم ډېره ناوخته بللې ده.

دغه راز په خپله نتانیاهو بیا د محکمې پرېکړه یهود ستیزي بللې او ګواښ یې کړی، چې هر څوک د دوی د له منځه وړلو کوښښ وکړي، نو ورک به یې کړي.

خو سویلي افریقا چې د جرمونو په نړیواله محکمه کې د اسرایلو پر ضد د قضیې مهم اړخ دی، د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته