هرات باختر دچنګاښ دمياشتې ١:
د هرات ولايت يوشمېر اوسيدونکي د يوې غونډې په ترڅ کې د خراب امنيتي حالت له امله خپله انديښنه اعلام کړه.
د دغې غونډې برخه وال دوروستيو ناامنيو اود جرمونو دبندولوپه خاطر دمرکزي
دولت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه او د جرمونو زياتوالى يې د زغم وړ ونه باله.
ډاکتر نثاراحمدمصدق ددغې غونډې د جوړولو هدف دخلکو دنظريو ترلاسه کول او د هرات د خلکو د غږ پورته کول وبلل.
د هرات ولايت د صنعتکارانو د اتحاديې رئيس حميدالله خادم هم وروستۍ نا امنۍ ټکان ورکوونکې وبللې او دغه جرمونه يې له هېواد څخه د کورنۍ پانګې د تتيښتې اصلي عامل وباله.
د هرات د وګړنۍ ټولنې منشي احمدسعيد عظيميان وويل: له بده مرغه موږ په تېره يوه مياشت کې په ډزو سره د ټپي کيدو ١٨٧ پيښې او د وسله والو غلو له خوا د موټرو او موټر سايکلونو د غلا د ١٦٨ پيښو شاهدان وو.
ده د هرات ولايت د امنيتي مسوولينو وروستيو برياليتوبونو ته په اشارې سره د دوى هلې ځلې د ستاينې وړ وبللې .
د غونډې په دوام ويناوالو د جنايتکارانه عملونو دغندنې په ترڅ کې په ټولنه کې امنيت او آرامي د خلکو مسلم حق وباله او د مرکزي دولت اوپه تېره بيا له جمهور رئيس څخه وغوښتل چې د هرات ستونزو او نا امنيو ته دې جدې پاملرنه وکړي.
د يادونې وړ ده چې په هرات کې دبېلابېلو جرمونو له زياتوالي سره جوخت مسوولو امنيتي بنسټونو هم د دغو قضيو د عاملينو د پيژندلو او نيولو په برخه کې زيات برياليتوبونه درلودل.
1 1 دقیقه لوستل