د نایجریا پخوانۍ جمهوررییس کابل ته راغی
کابل / د چنګاښ ۱۴ / باختر
د نایجریا پخوانی جمهوررییس اولسیګون اوبسانجو نن سهارکابل ته راغی او د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې رییس محمود فضلي له لوري د هرکلى وړ وګرځېد.
ټاکل شوې ده اولسیګون اوبسانجو په کابل کې د استوګنې په وخت کې به د افغانستان له جمهوررییس ، یوشمېرسیاستوالو او په کابل کې مېشت د بهرنیوهېوادونوله سفیرانوسره وګوري.
-ع