د ناټو ځواکونه په موسى قلعه کې د افغان ځواکونو مرستې ته ورسيدل

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٤
د ناټو پوځي قطعات هلمند ته ورسيدل چې له هغو افغان ځواکونو سره مرسته وکړي چې له شپږو ورځو را په دې خوا يې د طالبانو پرخلاف عمليات پيل کړي دي.
دهلمند ولايت مرستيال محمدجان رسوليار وايي: د ايتلاف د ځواکونو د هوايي بريدونو له امله طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى .
رسوليار موسى قلعه ته د دغو قوتونو د پليو ځواکونو د رسيدو خبر ورکړ، خو دا يې ونه ويل چې د دغو ځواکونو شمېر څومره دى او په کوم هيواد پورې اړه لري؟
د رسوليار د څرګندونو له مخې: له قندهار او کابل څخه د ايتلاف نوي ځواکونه موسى قلعه ته استول شوي دي .
خبرځاى زياته کړه: د افغانستان د دولت او د غوڅ ملاتړ د ځواکونو ترمنځ د تفاهم ليک له مخې دغه ځواکونه د اړتيا په صورت کې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي.
د هلمند ولايت امنيه قوماندان نبي جان ملاخيل وويل: دوى د موسى قلعه حالت کنترول کړى او ستر عمليات به پيل کړي .
تر اوسه پورې د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزارتونو په دې باب څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته