امنیت

د ناټو په هوايي بريد کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
د  ناټو د  ځواکونو په   هغه هوايي    بريد کې چې تيره  شپه  پنځه وسله وال طالبان  ووژل شول.
دقندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته خبر ورکړ  :
دغه عمليات ددغه ولايت د ناټو دجنګي الوتکو له خوا د ميانشين په ولسوالۍ ترسره شول چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان   ووژل شول.
په  دې بريد کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
د يوبل خبرله مخې :   د طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو تيره شپه دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په   مربوطاتو کې کشف شوه او په دې اړوند يو تن  ونيول شو.
دقندهار ولايت دمطبوعاتي دفترمسوول باختر آژانس ته وويل  :   په دې   ډيپو کې چې دپنجوايي ولسوالۍ دتلکانو په سيمه کې دپوليسو له خوا کشف شوه  دوه ويشت ډول  ډول ماينونه او يوه اندازه چاوديدونکي توکې او مهمات ترلاسه شوي دي او په دې اړوند يو تن   نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته