امنیت

د ناټو يو عسکر په افغانستان کې ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٣
د ناټو يو عسکر په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شو.
په دغه پوځي چې هويت يې نه دى افشا شوى؛ د ګزمې په وخت کې د يوې ډلې يرغلګرو له خوا بريد وشو او ووژل شو .
ناټو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپل دغه پوځي وژل کيدل تاييدکړل، خو د هغه د هويت او د پيښې د دقيقې سيمې په باب څه ونه ويل.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې: د روان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پورې د ناټو څه ناڅه ٦٠ تنه پوځيان په افغانستان کې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته