د ناټو يوسرتيرى په افغانستان کې ووژل شو

کابل- باختر دليندي دولسمه:
د ناټو يو سرتيرى په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په بريدکې ووژل شو .
پر دغه سرتيرى چې هويت يې نه دې په ډاګه شوى، نن سهارکله چې په ګزمې بوخت و؛ د يوې ډلې وسله والوطالبانو له خوا بريد وشو او ووژل شو .
ناټو د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره دخپل دغه سرتيرى وژل کېدل تاييد کړل، خو د ده د هويت او دپيښې د دقيق ځاى په باب يې څه ونه ويل .
پرون هم د ناټو يو پوځي د افغانستان په جنوب کې په ورته پيښه کې ووژل شو .
دنه تاييد شويو شمېرنو له مخې: د روان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پورې نږدې ٦٠٠ تنه بهرني سرتيرې په افغانستان کې په بېلابېلو پيښوکې وژل شوي دي .