د ناټو قوماندان : په افغا نستان کې هلې ځلي په بريالي شي
واشنګټن باختردثور٧
د ناټوجګپوړى پوځي قوماندان جيمز ستاويرديزوايي چې په هغو ټولو آزمايښتونو سره چې تر او سه پورې افغانستان ورسره مخامخ دى ، دى خوشبين دى چې د افغانستان حکومت او امنيتي ځواکونه په د دې وس ولري چې د هيواد امنيت تامين کړي او پرې نږدي چې له افغانستان څخه د نړيوالو پوځي ځواکو نوله وتلو وروسته دغه هيواد بياډار اچونو ته په خوندي پټنځاى بدل شي.
د ناټو دځواکونو جګپوړى قوماندان له څلورو کلونو را په ديخوا د اروپايي او امريکايي ځواکونو رهبري په غاړه لري؛ تر اوسه پورې څوځلې افغانستان ته سفر کړى دى چې د بېلا بېلو هيوادونو عسکرو او قوماندانانو ته ستراتيژيکي لارښود برا بر کړي او د هغوى کاري بهير وڅاري.
ستاويرديز وويل: له هغه وخت څخه چې زه د ناټو دځواکو نو دقوماندان په توګه دنده تر سره کوم؛ زموږ د برياليتوب د ځواکمنۍ په باره کې شک اوګومانونه په سرکې لرم او لا تر او سه پورې هم زموږ د برياليتوب په باب خوشبين پاتې شوى يم.
د سمندري ځواک ددغه جګپوړى افسر خوشبيني د افغان امنيتي ځواکونو د پرمختګونو زيږنده دى چې وايي چې په پراخه کچه د افغا نستان مدنې ټولنې هم په ښه توګه بدلون مو ندلى دى.